ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان وردګو کې یوه اندازه وسلې ترلاسه شوې دي

میدان وردګو کې یوه اندازه وسلې ترلاسه شوې دي

میدان‌ښار، ایبک (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۲): د میدان وردګو امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولايت کې يې د غیرمسوول وسله‌وال عليپور يوه اندازه وسلې ترلاسه کړې او د نشه‌يي توکو د پلور په تور یې یو کس نیولی دی.

د میدان وردګو د امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، نن یې د جلا چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې یو کس د نشه‌یي توکو د پلور په تور نیولی او په دایمیرداد ولسوالۍ کې یې د غیرمسؤول وسله‌وال عليپور یوه اندازه وسلې ترلاسه کړې دي.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې نن (یکشنبه) یې په دایمیرداد ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملیاتو پر مهال د غیرمسوول وسله‌وال عليپور یوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړې دي.

سرچينه زياتوي، په ترلاسه شوو وسلو کې دوه کلاشينکوفونه، یوه ټي‌ټي تومانچه، یوه مخابره او د کوچنیو او لویو وسلو يوه اندازه مرمۍ شامل دي.

امنيه قومانداني همداراز وايي، په نرخ ولسوالۍ کې یې حمیدالله د عنایت زوی له ۳ سوه ګرامه خامو چرسو او ۴ کیلوګرامه برګ چرس سره نیولی دی.

له بلې خوا، د سمنګان امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولايت کې د نشه‌يي توکو يو پلورونکی نیول شوی دی.

د سمنګان د امنيه قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مديريت وايي، دغه کس په ایبک ښار کې له يوې انداې شیشې سره نیول شوی او دا مهال ترې څېړنې روانې دي.

Views: 135

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.