Pajhwok Afghan News

زابل کې د څلورو ولایتونو ترمنځ کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

کلات (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۲): د زابل په مرکز کلات کې نن د دغه ولایت، هرات، هلمند او غزني کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د زابل د کرکټ آمر محبوب محبت پژواک خبري اژانس ته وویل: «دې سیالیو شپږ ورځي دوام وکړ چې پای‌لوبې ته یې د زابل منتخب ټیم او د هلمند د راشد خان ټیمونه وتلي وو؛ د لوبې لومړۍ پاڼۍ ترسره شوه، خو دا چې باران وشو او لوبه یې وځنډوله، د لوبڅارانو د پرېکړې پر اساس لوبه مساوي پای ورسېده او د میلمه‌پالنې په موخه د لوبې کپ هملند ټیم ته  ورکړل شو.»

نوموړی زیاتوي، د یاد ټورنمينټ غوره توپ‌وهونکی د زابل لوبډلې لوبغاړی محمدابراهيم شو چې په پنځو لوبو کې يې خپلې لوبډلې ته ۱۵۴ منډې جوړې کړې وې.

د هغه په خبره، د یادو سیالیو غوره توپ‌اچونکی د زابل لوبډلې غړی عبدالرافع رشاد و چې په پنځو پاڼيو کې یې  ۹ لوبغاړي سوځولي وو.

نوموړی زیاتوي: «له لوبو څخه مو موخه د زابل خلکو ته د سولې، امن او یووالي پیغام رسول او ولسونو ته د سالمې تفریح زمینې برابرول و.»

د یادو سیالیو نندارې ته ورغلي کسان هم خوښ دي چې له کلونو جګړو وروسته يې په ولایت کې د ورزشي سیالیو او تفریح زمینه برابره شوې ده.

د وحیدالله سیال په نوم یوه ځوان وویل، د سیالیو له پیله تر دې مهاله لوبغالي ته دوامداره وراځي او د خپلې خوښې لوبډلې لوبغاړي له نږدې څخه هڅوي.

نوموړي همداراز وویل، هیله ده چې حکومت په دغه ولایت کې د عنعنوي میلو او لوبو لپاره هم زمینه برابره کړي.

د یادونې ده، د مرکز کلات ترڅنګ په یو شمېر ولسوالیو کې هم د اختر په مناسبت د نیزه‌وهنې، غېږنیونې، کرکټ، والیبال په شمول بېلابېلې لوبې شوې دي.

Views: 53

Exit mobile version