جلالاباد (پژواک، ۱۱ غويی ۱۴۰۲): د ننګرهار امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د تندر لوېدو له امله يو کس مړ شوی دی.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي نن (دوشنبه) پژواک خبري اژانس ته وويل، نن غرمه مهال د ګوشتې ولسولۍ په مربوطاتو کې د تندر لوېدو له امله د نقیبالله په نوم يو ځايي اوسېدونکی مړ شوی دی.
هغه وايي، تندر هغه مهال ولوېد چې پر یادې سیمې د باد، باران او سختې تالندې څپه ورغلې وه.
د سيمې اوسېدونکي وايي، مړ شوی کس د یوې بېوزلې کورنۍ غړی دی او له حکومته غواړي چې له کورنۍ سره يې مرسته وکړي.
د ګوشتې ولسوالۍ يو اوسېدونکی شکيل احمد وايي، یاده پېښه نن شاوخوا درې بجې شوې ده.
Views: 87