ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د «اتحاد» په نوم خصوصي راډیو فعالیت پيل کړ

لوګر کې د «اتحاد» په نوم خصوصي راډیو فعالیت پيل کړ

author avatar
2 May 2023 - 19:00
لوګر کې د «اتحاد» په نوم خصوصي راډیو فعالیت پيل کړ
author avatar
2 May 2023 - 19:00

پل علم (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲):د لوګر په مرکز پل علم کې د اتحاد په نوم خصوصي راډيو په (۹۱.۹) اف ام څپو نشرات پیل کړل.

د اتحاد خصوصي راډيو رئیس محمد داود غفوري پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم هېواد کې د محلي رسنیو اقتصادي وضعیت ښه نخ دی، خو دوی دغه راډيو په خپل شخصي لګښت خلکو ته د اطلاع رسونې او کلتوري ودې لپاره پرانيستې ده.

نوموړي وویل، اوس مهال دغه راډيو د ورځې او شپې پر مهال ۱۵ ساعته په پښتو او دري ژبو خپرونې کوي او هڅه روانه ده چې ورځ له بلې خپل نشرات لا پياوړي کړي.

بلخوا د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پخوا په پرتله لوګر کې د رسنیو او ژورنالیستانو خوندیتوب، معلوماتو ته د لاسرسي او همغږۍ په برخه کې شته ټولې ستونزې هوارې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، لوګر کې د محلي راډيوګانو اقتصادي وضعیت ښه شوی دی او هڅه روانه ده چې په دې برخه کې شته ستونزې له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره شریکې کړي او د حل مناسبه لاره ورته ولټول شي.

ده وویل: «نن ورځ د افتخار ځای دی چې په لوګر ولایت کې د اتحاد په نوم یوې خصوصي راډيو خپل نشرات پيل کړل، لوګر ولایت کې د رسنیو وضعیت تر پخوا ډير ښه شوی دی او اطلاعاتو او کلتور ریاست ژمن دی چې د دغه ولایت رسنیو او ژورنالیستانو ته د کار چاپېریال برابر کړي.»

د لوګر یوې خصوصي راډيو رئیس نورالله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دولت او نړیوالو بنسټونو ته په کار ده چې د رسنیو او ژورنالیستانو د اقتصادي ستونزو راکمولو ته لا زیات کار وکړي.

هغه زیاته کړه، که څه هم لوګر کې د تېرو کلونو په پرتله د رسنیو او ژورنالیستانو برخه کې ستونزې راکمې شوې دي، خو بیا هم ولایتي ادارې ته په کار ده چې معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، اوس مهال دغه ولایت کې دوه دولتي او څلور خصوصي راډیوګانې او یو چاپي میاشتنی اخبار فعالیت کوي.

Views: 168

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.