کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وايي، د تورخم ګمرک مسوولینو یوه اندازه چاودېدونکي توکي چې په یوه سوداګریزه محموله کې ځای پر ځای شوي وو، ترلاسه کړي دي.
د مالیې وزارت په خپله ټوېټرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې په ترلاسه شوو توکو کې اته بورۍ باروت او ۲۵ بورۍ ثانيهسوز لینونه شامل دي.
سرچينه کاږي، یاد توکي د یوه خصوصي سوداګریز شرکت له لوري په قاچاقي ډول هېواد ته واردېدل.
سرچینه زیاتوي چې په دې تړاو نیول شوي کسان د څېړنو لپاره امنیتي ارګانونو ته سپارل شوي، خو د دغو کسانو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
Views: 860