Pajhwok Afghan News

افغانستان کې تېر زېږدیز کال د پولیو ترټولو کمې پېښې ثبت شوې

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د کمو پېښو ثبتېدا خبر ورکړی او ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې یوازې دوه ماشومان پر پولیو اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۵۶ او ۲۰۲۱ کال کې ۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) نن د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي چې په تېر زېږدیز کال کې په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ تر ټولو کمې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد سازمان په خبره، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې یوازې دوه ماشومان د پولیو له امله فلج شوي او دا د پولیو تر ټولو کمې پېښې دي چې په افغانستان ثبت شوې دي.

د نړۍ په کچه، یوازې افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه ګڼل کېږي چې پکې په بشپړ ډول پولیو له منځه نه ده تللې.

له دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي وو چې په ۲۰۲۲ کال کې دغه هېواد کې لږ ترلږه د پولیو ۲۰ پېښې ثبت کړې دي.

Views: 9

Exit mobile version