Pajhwok Afghan News

امیرخان متقي د پاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونو له پلاوي سره ولیدل

اټلانټا (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي د پاکستان د سیاسي ګوندونو له ګډ پلاوي سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد د غویي په ۱۷مه، پر ټویټر لیکلي چې نن شپه، د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو او مل پلاوي په اسلام‌اباد کې د پاکستان د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو سره ناسته ترسره کړه چې پکې د ا.ا.ا. له راتګ سره پر راغلو پرمخګتونو سربېره، د افغانستان او پاکستان پر ګڼو دوه‌اړخیزو مشترکاتو، سیاسي، سوداګریز، ټرانزیټي او اقتصادي ګټو خبرې وشوې.

سرچینې زیاته کړې، دغه‌راز د ناستې ټولو ګډونوالو ټینګار وکړ چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو د حکومتونو او ولسونو ترمنځ دي نږدېوالی راشي او په ازادانه ډول دې د دواړو ولسونو لپاره د تګ راتګ زمینه برابره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کی د پاکستان د سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو مولانا فضل‌الرحمن، سراج‌الحق، محمود خان اڅکزي، اېمل ولي خان او یو شمېر نورو برخه اخیستې وه.

Views: 155

Exit mobile version