Pajhwok Afghan News

«چینایي پانګه‌والو افغانستان کې د کانونو په ګډون بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده»

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چینایي پانګه‌وال لېواله دي چې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید، د لویو لارو جوړولو او د کانونو په برخو کې پانګونه وکړي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال تېره ورځ په کابل کې د چین له یو شمېر پانګه‌والو سره ولیدل.

سرچینې لیکلي، په دي لیدنه کې چینایي پانګه‌والو وویل، د تجربه لرونکو، مسلکي کسانو او مجهزو تخنیکي ألو په لرلو سره غواړي چې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا، د لویو لارو جوړولو، کانونو او نورو بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، چینایي پانګه‌والو ویلي، غواړي د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره په همغږۍ د افغان سوداګرو یوې ډلې ته د چین له تولیدي کارخونو د لیدنې زمینه هم برابره کړي.

سرچینه زیاتوي چې په یاده لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې چینایي پانګه‌والو ته د اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.

جمال له چینایي پانګه‌والو غوښتي چې افغانستان کې د پانګونې په برخه کې خپل پلانونه په لیکلې بڼه له یاد وزارت سره شریک کړي څو په اړه یې په اقتصادي کمېسیون کې بحث وشي.

Views: 138

Exit mobile version