Pajhwok Afghan News

اروپایي ټولنه: اقلیمي بدلون افغانستان کې د خلکو ژوند زیانمنوي

کابل (پژواک، ۱۷ غويی ۱۴۰۲): اروپايي ټولنه وايي، افغانستان د بشري او طبیعي ناورینونو له اړخه څلورم هېواد بلل کېږي او کېدای شي اقلیمي بدلون په دغه هېواد کې د خلکو ژوند ډېر زیانمن کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د ياد مطلب ترڅنګ پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه ټولنه د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو او د مقابلې میکانیزمونو په موندلو کې له خلکو ملاتړ کوي.

سرچينې لیکلي، اقلیمي بدلون افغانستان سخت اغېزمن کړی او زیاتوي چې وچکالي او سېلابونه به د افغانانو وضعیت لا خراب کړي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې د سېلابونو او زلزلو له امله د درنو مالي زیانونو اوښتو ترڅنګ، ۴۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۶ نور ټپیان شوي دي.

Views: 69

Exit mobile version