Pajhwok Afghan News

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپيان شوي

شبرغان (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): د جوزجان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې یو کرولا موټر چې له جوزجان څخه د بلخ پر لور روان و، له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.

د نوموړي په خبره، په دغه موټر کې پنځه کسان سپاره وو چې ټول ټپیان شوي او د درملنې په موخه د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینې د داسې پېښو رامنځته کېدو لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او ګړندی تګ وباله.

Views: 27

Exit mobile version