Pajhwok Afghan News

غزني کې ۸۰ زره جریب دولتي ځمکه له غصبه خلاصه شوې

غزني ښار (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۲): په غزني کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یې ۸۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده.

په ورته وخت کې، د غزني یو شمېر اوسېدونکي بیا وایي، یاد کمېسیون دې هغه سیمې هم له غصب څخه خلاصې کړي چې په تېر حکومت کې زورواکانو، وکیلانو او دولتي چارواکو پرې ودانۍ جوړې کړې او عام‌المنفعه ځایونه یې لاندې کړي دي.

د غزني د کرنې او مالدارۍ رییس او په دغه ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون مشر مولوي عبدالمنان اکرام له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، په دغه ولایت کې د اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر اساس له بېلابېلو ارګانونو څخه ۱۱ کسیزه کمېټه جوړه شوې چې د غزني امنيه قوماندانۍ، محکمې، څارنوالۍ، ښاروالۍ، مستوفیت، د ښار جوړونې، کرنې او مالدارۍ ریاستونو استازي پکې شامل دي او په راس کې یې د کرنې ریاست دی.

نوموړي وویل، د مرکز اړوند په ده خدای‌داد، شیخ عبدالسلام، تلخک زار، کیهان، علي لالا، اسفندې، زرګرو، مټک سنګانو او نورو بېلابېلو دښتو او سیمو کې لسګونه زره جریب دولتي ځمکه د سلګونو کسانو له لوري غصب شوې چې له ډلې یې ۸۰ زره جریب یې بېرته راګرځول شوې ده.

مولوي اکرام زیاته کړه: «په غزني کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له تېرو شپږو میاشتو راهیسې فعالیت پیل کړی چې اوس یې ټول پوښښ د غزني په مرکز کې دی، له مرکز وروسته به د غزني په ۱۸ ولسوالیو کې هم د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کارونه شروع کړي، ترڅو په لکونو جریب ځمکې له غاصبینو خلاصه کړي.»

د هغه په وینا، د ځمکو د غصب په تور لسګونه کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي وو او د بیاځلي غصب نه کولو باوري تضمین له اخیستلو وروسته خوشي شوي دي.

نوموړی وايي، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په ډېرې چټکۍ سره کار کوي، څو غصب شوې ځمکې بېرته را وګرځوي.

هغه وايي، همدا تېره اونۍ هم په «ده خدای‌داد» سیمه کې شاوخوا ۳۵۰۰ جریب دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.

د نوموړي په خبره، پر یادو ځمکو ځینو کسانو احاطوي دېوالونه جوړ کړي وو او ځینو پرې کرکېله کړې وه چې احاطوي دېوالونه یې نړول شوي او کرکېله یې له منځه وړل شوې ده.

بلخوا، د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي د حکومت له خوا د غصب شوو ځمکو پر بېرته راګرځولو خوښ دي او وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ډېرې دولتي ځمکې غصب شوې دي.

د غزني یوه اوسېدونکي احمد هلال پژواک خبري اژانس ته وویل، حکومت دې ټول غاصبین ونیسي، حساب کتاب دې ورسره وکړي، سزا دې ورکړي او د قانون منګولو ته دې وسپاري، څو په راتلونکي کې بل څوک دې چارې ته زړه ښه نه کړي .

د نوموړي په وینا، په تېر نظام کې ملکي ریاستونو د دې توان نه درلوده چې د ځمکو له غاصبانو پوښتنه وکړي او یا یې مخه ونیسي.

هغه زیاتوي: «زه خوښ یم چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون خپل فعالیت پیل کړی، خو دغه کمېسیون باید په ټولو سیمو او ولسوالیو کې یو شان فعالیت وکړي او د مور او مېرې چلند دي نه کوي.»

د یاد ولایت یو بل قومي مشر حاجي نجیب له پژواک سره په خبرو کې وویل، زورواکانو په تېرو دوو لسیزو کې ډېری هغه ځمکې غصب کړې چې د دولت لپاره به د عوایدو ښه سرچینه بلل کېده؛ دوی به نه یوازې دا چې له دولته غلاوې کولې، بلکې مهمې ځمکې به یې هم غصب کولې.

نوموړی وايي: «دلته ګڼې ودانۍ د دولتي ځمکو پر سر جوړې شوې او په دې کې ډېری د زورواکو لاس وو، پخوا د ملکي مسوولینو زور پرې دوی نه رسېده چې د دې ناقانونه کړنو مخه یې نیولې وای، خو اوس د بېرته راګرځولو لړۍ پیل شوې ده.»

په ورته وخت کې د غزني یو شمېر نور اوسېدونکي بیا وايي، دولت ته پکار ده په مرکز او ولسوالیو کې هغو خلکو ته د استوګنې ښارګوټي جوړ کړي چې د سرپناه لپاره ځمکې نه لري او په غیرقانوني بڼه دولتي ساحې لاندې کوي.

 د دوی په وینا، که دولت خلکو ته د سرپناه لپاره ځمکې توزیع کړي، ډېری سیمي به له غصبه وژغورل شي.

یاده دې وي چې غزني د هېواد یو له ګڼ‌نفوسه ولایتونو څخه ګڼل کېږي، پراخې ځمکې لري او د چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وخت زورواکانو او عامو خلکو په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۴۰۰ زره جریب دولتي ځمکه غصب کړې چې اوس یې حکومت د بېرته راګرځولو هڅې روانې کړې دي.

Views: 251

Exit mobile version