کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) ویلي، تېر کال په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره د مخ کورنیو شمېر ۶۰ سلنې ته لوړ شوی او سږ کال په دغه هېواد کې د اوبو کمښت ستونزې ته د رسېدو لپاره ۴۷۹،۴ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
اوچا نن (یکشنبه) په ټویټر کې لیکلي، په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره د مخ کورنیو شمېر ۴۸ سلنې ته رسېده، خو په ۲۰۲۲ کال کې دغه شمېره ۶۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
یادې ادارې زیاته کړې چې اقلیمي بدلونونو په ټول افغانستان کې د څښاک اوبو ته د لاسرسي کچه کمه کړې او په سږني ۲۰۲۳ کال کې د اوبو د ناورین حل لپاره ۴۷۹،۴ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
اوچا دغه شمېرې داسې مهال خپرې کړې چې افغانستان په وروستیو څو کلونو کې له سختې وچکالۍ سره مخ و او د اقلیمي بدلونونو له امله اورښتونه د اوبو سرچینو د لهمنځه تلو لامل ګرځي.
د ملګرو ملتونو سازمان د راپورونو پر بنسټ، افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله د نړۍ ترټولو زیانمنونکی هېواد دی.
Views: 61