ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترکيې ولسمشریزې ټاکنې ښايي دویم پړاو ته ولاړې شي

د ترکيې ولسمشریزې ټاکنې ښايي دویم پړاو ته ولاړې شي

author avatar
15 May 2023 - 09:55
د ترکيې ولسمشریزې ټاکنې ښايي دویم پړاو ته ولاړې شي
author avatar
15 May 2023 - 09:55

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو د نږدې ۹۳ سلنه رایو شمېرنې له مخې اردوغان ۴۹٫۴۹ سلنه او قلیچدار اوغلو ۴۴٫۷۹ سلنه رایې خپلې کړې او که پایلې همداسې مخې ته ولاړې شي، نو دغه ټاکنې به دویم پړاو ته وغځېږي.

د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې تېره ورځ سهار پیل شوې او بېګا ناوخته پای ته ورسېدې؛ په دغو ټاکنو کې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د «جمهور» ایتلاف نوماند، کمال قلیچداراوغلو د «ملت» ایتلاف نوماند او سینان اوغان د «آتا» ایتلاف نوماند په توګه سیالي کوي.

د بي‌بي‌سي راپور له مخې، د کابو ټولو رایو په شمېرلو سره، ښکاري چې نه ولسمشر رجب طیب اردوغان او نه یې هم اصلي ټاکنیز سیال کمال قلیچدار اوغلو ۵۰ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

سرچينې د ترکیې د ټاکنو عالي شورا مشر احمد ینر له قوله لیکلي، د څه باندې ۹۱٫۹۳ صندوقونو رایې پرانیستل شوې چې په وینا یې، په دغه بنسټ اردوغان ۴۹٫۴۹ سلنه او قلیچدار اوغلو ۴۴٫۷۹ سلنه رایې خپلې کړې دي.

په راپور کې راغلي، د رایو شمېرل لا هم دوام لري، خو که ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي، دا به لومړی ځل وي چې اردوغان د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو کې رایې اچولو ته اړ کېږي.

رویټرز خبري اژانس بیا لیکلي چې ترکیه د اردوغان په مشرۍ له دویم پړاو ټاکنو سره مخ ده.

امریکا غږ هم لیکلي، داسې معلومېږي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان او سیال یې کمال قلیچدار اوغلو د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې اکثریت رایې نه دې اخیستې، له همدې امله به ښایي ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ګټلو لپاره بايد يو نوماند له ۵۰ سلنه ډېرې رايې ترلاسه کړي، که داسې ونه شي ټاکنې دويم پړاو ته ځي.

د ترکيې قانون له مخې، دویم پړاو ټاکنې له لومړي پړاوه دوه اونۍ وروسته (د مې ۲۸مه) بايد ترسره شي.

د راپورونو له مخې، په ترکيه کې ۶۴ ميليون خلک د رایې ورکولو وړ دي او د پارلمان د ۶۰۰ څوکيو لپاره هم رايه اچونه ترسره شوې ده.

راپورونه ښیي، هغو لسګونه زره افغانانو چې د ترکیې تابعیت لري، هم د تېرې ورځې په ټاکنو کې ونډه اخيستې او یو افغان تبعه د استانبول پارلمان ته د لارې موندلو او څوکۍ ترلاسه کولو لپاره هم سیالۍ ته راوتلی دی.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.