Pajhwok Afghan News

د سرپل بزګران د دغه ولایت له سینده د اوبو پر بې‌درېغه استفادې نیوکه کوي   

سرپل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): د سرپل یو شمېر بزګران د خلکو له لوري د دغه ولایت د سیند له اوبو پر بې‌درېغه استفادې نیوکه کوي او وايي، د کوهستاناتو ولسوالۍ اوسېدونکي د دغه سیند اوبه د واټرپمپونو په وسیله وباسي چې د اوبو د وچېدو لامل شوی دی.

دوی ادعا کوي، یوڅه اوبه چې له چینو راوځي، د کوهستاناتو ولسوالۍ خلک یې د واټرپمپونو په وسیله وباسي او پر ابي ځمکو سربېره، خپلې للمي ځمکې هم پرې خړوبوي چې حکومت یې باید مخه ونیسي.

د سرپل په مرکز کې یوه بزګر عبدالغني له پژواک اژانس سره په خبرو کې وویل، د سرپل سیند اوبه د کوهستاناتو ولسوالۍ د خلکو له لوري په واټرپمپونو د ایستلو له امله وچې شوې دي.

هغه وویل: «بزګران او څاروي اوبو ته اړتیا لري، له اسلامي امارته غواړو چې سیند ته اېښودل شوي واټرپمپونه ټول کړي څو د سرپل د سیند اوبه ټولو بزګرانو ته ورسېږي.»

نوموړي زیاته کړه چې د قانون له مخې، خلک کولای شي د دغه سیند اوبه یوازې پر ابي ځمکو ولګوي، خو په کوهستاناتو ولسوالۍ کې خلک للمي ځمکې هم له یاد سینده د واټرپمپونو په وسیله اوبه کوي.

د سرپل د سیداباد سیمې یوه بزګر بورا هم وویل، د کوهستاناتو ولسوالۍ اوسېدونکي د واټرپمپونو په وسیله د سیند په اوبو ځمکې خړوبوي چې د مرکز سرپل بزګرانو ته اوبه نه رسېږي.

هغه له حکومته غواړي چې دغه ستونزه هواره کړي او ټولو بزګرانو ته اوبه ورسوي.

په ورته مهال، د کوهستاناتو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې واټرپمپونه د سیند په وچېدو کې ډېر رول نه لري، خو د وچکالۍ او کم اورښت له امله د سرپل د سیند اوبه کمې شوې دي.

د کوهستاناتو ولسوالۍ د سردې کلي یوه بزګر حاجي علي‌محمد پژواک ته وویل، واټرپمپونه د سیند د وچېدو لامل نه دی، بلکې د بارانونو نه اورښت دی، واټرپمپونه لږ دي چې پر سیند زیات اغېز نه کوي، وچکالۍ پر کروندو منفې اغېز کړی دی.

په ورته مهال، د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مرکز سرپل د بزګرانو شکایتونه پر ځای بولي او وايي، د ستونزې هواري لپاره به عملي اقدامات ترسره کړي.

د سرپل د سیندیزې فرعي حوزې رییس قاري روح‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کوهستاناتو ولسوالۍ ته په لیکلې او شفاهي توګه ویل شوي څو د واټرپمپونو په وسیله د للمي ځمکو خړوبولو چارې مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه: «په ورته مهال مو د سرپل ولایت د مقام په مرسته د سیند اوبه په نوبت کړې چې ۲۸ ورځې به د کوهستانات ولسوالۍ او ۸ ورځې به د مرکز سرپل بزګران ترې استفاده کوي.»

هغه وویل چې د اوبو د قانون پر بنسټ، هغه کسان چې اوبه په ناعادلانه او غیرقانوني توګه ډېرې مصرفوي، قانوني چلند ورسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ د سیند اوبو ته د واټرپمپنونو اېښودو مخنیوي لپاره د سیندیزې فرعي حوزې د ساحوي ریاست مدیریت او کوهستاناتو ولسوالۍ ته څلور پنځه مکتوبونه استولي، که بیا هم د واټرپمپونو د نصبولو مخنیوی ونه شو، خپله سیمې ته ځم، اقدام کوم او د قانون له مخې له اوبو د غیرقانوني استفادې مخه نیسم.»

Views: 57

Exit mobile version