Pajhwok Afghan News

کابینه: د تېرو شلو کلونو پر مهال شوي ځيني قراردادونه دې وڅېړل شي

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): کابینې د تېرو شلو کلونو په موده کې د هغو شوو قراردادونو د څېړلو پرېکړه کړې چې سرغړونې پکې شوې دي.

د چارو ادارې نن (چهارشنبه) په خپله ټویټرپاڼه کې د خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، د کابینې ۳۲مه غونډه د ریاست‌الوزراء‌ سیاسي مرستيال او کفیل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د روانې میاشتې په ۲۵مه نېټه ترسره شوه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه څو هغه قراردادونه دې وڅېړل شي چې په تېرو شلو کلونو کې شوي او سرغړونه پکې موجوده وه.

سرچینه زیاتوي، د پرېکړې له مخې، ټول وزارتونه، ادارې، شرکتونه او غیر بودجودي واحدونه دې د خپلو املاکو اړوند هغه تړونونه چې د تېرو شلو کلونو پر مهال شوي او «غبن فاحش» ګڼل کېږي، یا هم قراردادي د قرارداد له موادو څخه ښکاره سرغړونه کړې وي او یا یې کوي، په اړه دې یې بشپړ معلومات د چارو ادارې لوی ریاست ته واستوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده سپارل شوې چې یاد موارد دې هراړخیز وڅېړي او د لارښووونې لپاره یې د مشرتابه مقام ته وړاندې کړي.

سرچينه زياتوي، د چارو ادارې لوی ریاست په مشرۍ د مالیې وزارت او استخباراتو لوی ریاست د استازو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د ۱۴۰۱ مالي کال د څلورمې ربعې په غیرمالیاتي عوایدو کې له «کسرات لرونکو» ادارو سره په همغږۍ غونډه وکړي، له مسلکي او تخنيکي اړخه یې ستونزې وارزوي او حل‌لار ورته پیدا کړي.

Views: 116

Exit mobile version