Pajhwok Afghan News

بغلان کې اوبو ته د موټر لوېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي

پلخمري (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۲): د بغلان ولایت امنیتي مسوولین وايي د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې اوبو ته د یوه موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه او یو ټپي شوی دی.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني د غویی په ۲۹ مه پژواک خبري اژانس ته وویل،  تېره ورځ مازدیګر شاوخوا ۴ بجې د پلخمري اړوند ډنډغوري نصرت مینې سیمه کې یو فیلډر موټر اوبه ته لوېدلی چې له امله یې د دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه او چلوونکی ټپي شوی دی.

دغه‌راز د یادې سیمې یو اوسېدونکی شېرمحمد وايي د سیداعظم په نوم کس چې د کورنۍ غړي یې په موټر کې ورسره سپاره وو، پرون نصرت مینې کلي ته څېرمه یې موټر نهر ته وغورځېد چې دوه لویان او دوه ماشومان پکې مړه شوي.

یاده دې وي تېره یکشنبه هم په دغه ولایت کې اوبه ته د جنازې موټر لوېدو پېښه کې یو ماشوم مړ او جسد یې اوبو وړی و.

Views: 289

Exit mobile version