لښکرګاه (پژواک ، ۳۰ غویی ۱۴۰۲): د هلمند ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې یوه ښځه د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده .
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د موسیکلا اړوند د توغي سیمې په شباروز کلي کې شوې ده.
هغه زیاتوي چې یاده ښځه د خپل خاوند له خوا د تبر په واسیله وژل شوې ده او لامل یې کورني تاوتریخوالی ښودل شوی دی .
د ریاض د معلوماتو له مخې، تورن کس د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی .
Views: 255