ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنیو چارو وزارت: ایران کې د ۲۰۰ افغان بندیانو د اعدام حکم حبس ته راټیټ شوی 

بهرنیو چارو وزارت: ایران کې د ۲۰۰ افغان بندیانو د اعدام حکم حبس ته راټیټ شوی 

author avatar
21 May 2023 - 01:05
بهرنیو چارو وزارت: ایران کې د ۲۰۰ افغان بندیانو د اعدام حکم حبس ته راټیټ شوی 
author avatar
21 May 2023 - 01:05

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په ایران کې پر ۲۰۰ هغو افغانانو چې پر اعدام محکوم شوي وو، د یوه تفاهم له مخې دغه حکم نه پرې پلی کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد تکل دغه څرګندونې له ملي ټلوېزیون سره په یوه ځانګړې کې کړې چې د شنبې په ورځ (د غویي ۳۰مه) خپره شوې ده.

هغه زیاته کړې، د ایران په زندانونو کې سلګونه افغان بندیان د اعدام له سزا سره مخ دي او د دغو کسانو شمېر ۲۰۰ ښودل شوی دی.

خو تکل ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه تفاهم له مخې ایران پر دې موافقه کړې چې پر یادو افغانانو به د اعدام سزا نه پلې کېږي.

هغه وویل: «د افغانستان اسلامي امارت وکولی شول چې له ایران سره یو تفاهم ته ورسېږي، څو هلته دوه سوه هغه افغانان چې پر اعدام محکوم شوي وو، هغوی له اعدام څخه وژغوري او پر هغوی به د اعدام سزا نه تطبیق کېږي.»

خو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دا ونه ویل چې دغو بندیانو ته سزا معاف شوې او که د اعدام سزا یې بلې سزا ته بدله شوې ده.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یادو ۲۰۰ افغان بندیانو د اعدام سزا بښلو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې ایران د بندیانو د اعدام په برخه کې په نړۍ کې دویم ځای خپل کړی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان د یوه راپور له مخې، ایران په تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې ۷۵ کسان په دار ځړولي؛ د سرپرست حکومت محکمې هم په عام محضر کې د اعدام سزاګانې تطبیق کوي.

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا کارپوهانو په یوه راپور کې ویلي وو چې د سرپرست حکومت له خوا د اعدام سزا تطبیق د خبر په اورېدو یې ټکان خوړلی دی.

د افغانستان سترې محکمې څه موده مخکې ویلي وو چې بېلابېلو محکمو ۱۷۵ کسانو ته د قصاص او ۳۵  نورو ته د سنګسار سزا اورولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد تکل دا هم ویلي چې له ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د انتقال په برخه کې پرمختګ شوی او لا هم له ایراني چارواکو سره په دې اړه خبرې روانې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې وروسته له ایران څخه شاوخوا ۱۰۰۰ تنه هغه بندیان چې د تکل په وینا دوسیې یې باید په افغانستان کې وڅېړل شي، هېواد ته انتقال شوي دي.

تکل ویلي: «له اختر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت او نورو اداراتو په ملتیا د ایران اسلامي جمهوریت سره تفاهم‌لیک ترسره کړ چې له مخې به یې، هغه افغانان چې په ایران کې بندیان دي هغه به افغانستان ته راوړل شي او دلته به یې دوسیې څېړل کېږي چې تر دې مهاله د زرو تنو پورې هغه افغان بندیان چې باید دوسیې یې وڅیړل شي، افغانستان ته انتقال شوي دي.»

د راپورونو له مخې، په ایران کې ډېری افغان بندیان د قانوني اسنادو نه لرلو ترڅنګ، د نشه‌یي توکو قاچاق او نورو جنايي جرمونو له امله بندیان شوي دي. ځینو رسنیو په راپورونو کې ویلي و چې په ایران کې په بندي افغانانو کې د مخکیني نظام یو شمېر هغه پوځیان هم شته چې د سرپرست حکومت له راتګ وروسته له افغانستانه دغه هېواد ته تللي وو.

د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د شمېر په اړه کره معلومات نشته، خو د راپورونو پر بنسټ زرګونه افغانان د دغه هېواد په زندانونو کې بندیان دي.

ایران د افغانستان له مخکیني دولت سره د بندیانو تبادلې یو تړون لاسلیک کړی و چې له مخې یې، په وروستیو کلونو کې سلګونه افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته انتقال شوي وو.

په کابل کې د ایران مخکیني سفیر بهادر امنیان د ۱۳۹۹ لمریز کال په قوس میاشت کې د تېر حکومت د عدلیې له وزیر سره په کتنه کې د ایران په زندانونو کې د بندي افغانانو شمېر تر ۲۰ زرو پورې ښودلی و.

[/restrict]

Views: 104

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.