کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو ورځو کې یې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې له ۶ زره جریب ډېره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.
یاد وزارت نن (د غویي ۳۱مه) د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي، د کوکنارو کښتونو له منځه وړلو کمپاین په لړ کې، له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د تېرو دوو ورځو پر مهال د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۶ زره او ۱۷۴ جریب د کوکنارو کښتونه له منځه وړي دي.
په ټويټ کې راغلي چې د اړول شوو کښتونو له جملې ۴۳۰۷ جریب یې د بدخشان په ارګو، تشکان، جرم او یفتل پایان ولسوالیو کې، ۱۰۶۱ جریب یې د ننګرهار په سپین غر او اچین ولسوالیو کې، ۲۱۰ جریب د بغلان په تالهوبرفک ولسوالۍ کې، ۵۵۳ جریب د تخار ولایت په رستاق، فرخار او نورو سیمو کې دي.
د یاد مطلب په دوام کې راغلي، ۳۰ جریب کوکنار په زابل ولایت کې، ۷ جریب په لغمان ولایت او ۶ جریب د بامیان په کهمرد ولسوالۍ کې تخریب شوي دي.
د ټویټ په پای کې راغلي، له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل، اروزګان، کاپیسا او پروان ولایتونو کې هم سلګونه جریب کوکنار له منځه وړي دي.
Views: 42