Pajhwok Afghan News

د بلخ په شورتېپې ولسوالۍ کې د امو سیند د بېړنیو تحکیماتو چارې بشپړې شوې

مزارشریف (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت چارواکي وایي، د بلخ ولايت د شورتېپې ولسوالۍ په هزار توقې سیمه کې د آمو سیند د بېړنیو تحکیماتو چارې بشپړې شوې دي.

د آمو سیند د تحکیماتو ريیس سیدغلام مشواڼي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د آمو سيند د هغو برخو تحکیماتو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې تر ډېره د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

هغه زیاتوي، د بلخ شورتېپې ولسوالۍ د هزار توقې سیمه یوه له هغو سيمو څخه ده چې په بېړنۍ توګه یې تحکیماتو ته اړتیا درلوده او نن یې هم د تحکیماتو بېړنۍ چارې بشپړې شوې.

په ورته مهال، د شمال سیندیزې حوزې ريیس عبدالحکیم حاجي حکمت وایي چې د آمو سیند تحکیماتو چارې د هېواد د شمالي ولایتونو (تخار، کندوز، بلخ او جوزجان) په ۱۴ بېلابېلو سیمو کې پیل شوې، خو لومړیتوب هغو سیمو ته ورکړل شوی چې د ویجاړېدو ګواښ یې ډېر دى.

هغه وایي، د بلخ ولایت په هزار توقې سيمه کې د آمو سيند د بېړنیو تحکیماتو چارې تېر کال د سلواغې میاشتې په ۱۷مه نېټه پیل شوې وې او نن بشپړې شوې.

د هغه په وینا، پر دغو بېړنیو تحکیماتو له شپږ میلیون څخه ډېرې افغانۍ لګول شوې او له دې وروسته هڅه کېږي چې د آمو سیند د تحکیماتو اساسي چارې هم پیل شي.

بلخوا د سیمې اوسېدونکي هم د آمو سیند د اساسي تحکیماتو د پیل غوښتنه کوي.

د شورتېپې ولسوالۍ د هزار توقي سیمې اوسېدونکی حاجي غلام‌نبي په دغه سیمه کې د بېړنیو تحکیماتي چارو له بشپړاوي خوښي څرګندوي، خو د دغه سیند د اساسي تحکیماتو د پیل غوښتنه کوي.

خدای‌بردي د دغې سیمې بل اوسېدونکی هم له سرپرست حکومته غواړي، څو د آمو سیند د اساسي تحکیماتو چارې پیل کړي.

په هزار توقې سیمه کې د امو سیند د بېړنیو تحکیماتو چارې داسې مهال پای ته رسېږي چې تر دې وړاندې هر کال لسګونه جریب کرنیزه ځمکه او کورونه د آمو سیند د اوبو راپورته کېدو له امله ويجاړېدل.

Views: 188

Exit mobile version