Pajhwok Afghan News

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

میمنه (پژواک، ۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د فاریاب ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په بندر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون، دوه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمس‌الله محمدي وایي چې پرون ماسپښین یو فلاینکوچ موټر چې له میمنې ښاره د بندر ولسوالۍ پر لور روان و، له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده پېښه کې د اسلامي امارت یو غړی او یوه ښځه مړه شوي او درې نور کسان ټپیان دي.

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس د یادې پېښې لامل د بندر ولسوالۍ د لارې خرابوالی او له ترافیکي قوانینو د موټرچلوونکي بې‌خبري وباله.

د بندر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سردار زرقاوي پژواک ته په یوه ټېلیفوني اړیکه کې وویل چې د دغې ولسوالۍ مواصلاتي لاره خرابه ده او له همدې امله ډېر وخت پر دې لارې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د یادې ولسوالۍ د مواصلاتي لارې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

Views: 18

Exit mobile version