مزارشریف (پژواک، ۱ غبرګولی ۱۴۰۲): په بلخ ولایت کې د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي چې د قوشتیپې کانال د لومړي فاز چارې به تر راتلونکو څلوېښتو ورځو پورې بشپړې شي.
د دوی په وینا، د یاد کانال د لومړي فاز -چې ۱۰۸ کیلومټره دى- د کیندنې چارې تر دې مهاله نږدې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي.
د قوشتېپې کانال پروژې عمومي مدیر سید ذبیحالله میري وایي، د دغه کانال د لومړي فاز د کیندنې چارې نږدې ۸۰ سلنه بشپړې شوې او تر راتلونکو څلوېښتو ورځو پورې به یې پاتې چارې هم بشپړې شي.
د هغه په وینا، اوسمهال د یاد کانال د لومړي فاز د کیندنې د چارو ترڅنګ، د کانال د سربند او د حیرتان- مزار لارې ترمنځ د دوو پلونو جوړولو کارونه هم روان دي.
بلخوا، د یاد کانال انجنیران او کارکوونکي په دغه ملي پروژه کې له کار کولو خوښ دي.
د کانال یو انجنیر نصرتالله امیري وایي چې پخوا به په دغه ډول لویو پروژو کې بهرنیو انجنیرانو کار کاوه، خو اوس خوښ دی چې افغان انجنیران کولای شي په خپلو ملي پروژو کې مهمه ونډه واخلي.
محمود د یوه قراردادي شرکت کارکوونکی وایي، خوښ دی چې په دغه ملي پروژه کې کار کوي او له دې لارې د خپل هېواد په جوړولو کې برخه اخلي.
په همدې حال کې، شمال کې د سیندیزې حوزې رییس عبدالحکیم حکمت وایي چې د یاد کانال په جوړېدو سره به د بزګرانو د اوبو کمښت ستونزه حل شي او افغانستان به د غلهجاتو له اړخه ځانبسیاینې ته ورسېږي.
د قوشتېپې کانال کې دا مهال شاوخوا ۳۰۰۰ ماشینري او له ۵۰۰۰ څخه ډېر کسان پر کار بوخت دي.
Views: 652