غزني ښار (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د غزني امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د تندر لوېدو له امله يوه نجلۍ مړه شوې ده.
د امنيې قومندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن ماسپښين کابو دوه بجې د واغظ ولسوالۍ د روڼاخېلو سيمې په غرغرک کلي کې شوې ده.
ده زياته کړه، دغه اسماني تندر د ښایسته خان پر کور لوېدلی چې يواځې يوې لور يې په کې ژوند له لاسه ورکړی او بل چاته په کې زيان نه دی اوښتی.
څه باندې يوه مياشتې وړاندې (د وري ۳۰مه) هم د واغظ ولسوالۍ د خان محمد بابا کلي کې د تندر لوېدو له امله د شهید قاري عبدالکریم د لېسې درېيو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې له ډلې يې یو زده کوونکی مړ شوی او دوه نور ژوبل شوي وو.
Views: 230