ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار او باميان کې ترافيکي پېښې؛ یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي

ننګرهار او باميان کې ترافيکي پېښې؛ یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي

جلال اباد – باميان (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): په ننګرهار او باميان ولايتونو کې د ترافيکو پېښو له امله يو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د غبرګولي په دویمه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون ماښام شاوخوا ٧ بجې د دغه ولايت مومندرې ولسوالۍ اړوند په غزګي سيمه کې د جلال‌اباد – تورخم پر لويه لار يو ټېلر موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

هغه وايي، ټېلر موټر کې د ډبرو سکاره بار وو چې په چپه کېدو سره یې يو نهه کلن ماشوم تر بار لاندې مړی شوی دی.

د قوماندانۍ وياند زياتوي چې د ولسوالۍ امنيتي مسوولين سيمې ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړې دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د باميان امنيې قوماندانۍ وياند محمدخواني رسا پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د شیبر ولسوالۍ په حاجي‌ګګ کوتل سيمه کې يو فیلډر موټر له سړکه اوښتى او اور يې اخيستى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې پنځه کسان ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، یاده پېښه د چلوونکي بې احتياطۍ له امله شوې ده.

هغه وويل، د اطفايې کارکوونکي پر وخت د پېښې ځاى ته رسېدلي او اور يې مړ کړی دى.

Views: 322

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.