جلال اباد – باميان (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): په ننګرهار او باميان ولايتونو کې د ترافيکو پېښو له امله يو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د غبرګولي په دویمه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون ماښام شاوخوا ٧ بجې د دغه ولايت مومندرې ولسوالۍ اړوند په غزګي سيمه کې د جلالاباد – تورخم پر لويه لار يو ټېلر موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
هغه وايي، ټېلر موټر کې د ډبرو سکاره بار وو چې په چپه کېدو سره یې يو نهه کلن ماشوم تر بار لاندې مړی شوی دی.
د قوماندانۍ وياند زياتوي چې د ولسوالۍ امنيتي مسوولين سيمې ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړې دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د باميان امنيې قوماندانۍ وياند محمدخواني رسا پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د شیبر ولسوالۍ په حاجيګګ کوتل سيمه کې يو فیلډر موټر له سړکه اوښتى او اور يې اخيستى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، یاده پېښه د چلوونکي بې احتياطۍ له امله شوې ده.
هغه وويل، د اطفايې کارکوونکي پر وخت د پېښې ځاى ته رسېدلي او اور يې مړ کړی دى.
Views: 322