ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«تېرو لسو میاشتو کې سلګونه د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ماشومان روغتونونو ته معرفي شوي دي»

«تېرو لسو میاشتو کې سلګونه د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ماشومان روغتونونو ته معرفي شوي دي»

author avatar
24 May 2023 - 18:34
«تېرو لسو میاشتو کې سلګونه د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ماشومان روغتونونو ته معرفي شوي دي»
author avatar
24 May 2023 - 18:34

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېرو لسو میاشتو کې یې له ۱۱۰۰ ډېر د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه د کابل ښار روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی پژواک خبري اژانس ته وویل، دغې ادارې په تېرو لسو میاشتو کې ۱۱۱۷ د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه د کابل ښار روغتونونو ته ورمعرفي کړي دي.

نوموړي وویل چې د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د یادې ادارې له خوا ورکول کېږي.

هغه وایي، نن هم یادې ادارې ۲۶ ماشومان چې د زړه سوري ناروغي یې لرله د درملنې په موخه د کابل ښار روغتونونو ته ورمعرفي کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو ماشومانو له ډلې ۲۵ یې باسط روغتون ته او یو یې ګلوبل روغتون ته ورمعرفي کړي دي.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.