Pajhwok Afghan News

میدان وردګو کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی

میدان‌ښار (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړې له امله يو کس وژل شوى دى.

د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ له لوري په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ په اول‌خېلو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې ده.

سرچينه وايي: «په دغه شخړه کې عبدالمحمد د دین محمد زوی د سلطان حبیب د زوی شفیع‌الله له خوا په ښکاري ټوپک ويشتل شوى او وژل شوى دى.»

سرچینه وایي چې قاتل د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او عدلي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

Views: 285

Exit mobile version