Pajhwok Afghan News

ترکیه کې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې روانې دي

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، په ترکيه کې د ولسمشریزو ټاکنو د دوو مخکښو نوماندانو رجیب طیب اردوغان او کمال قلیچدار اوغلو ترمنځ د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې روانې دي.

د ترکیې ولسمشریزې لومړی پړاو ټاکنې د تېرې غويي مياشتې په ۱۴مه سهار پیل او د شپې ناوخته پای ته ورسېدې؛ په دغو ټاکنو کې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د «جمهور» ایتلاف نوماند، کمال قلیچداراوغلو د «ملت» ایتلاف نوماند او سینان اوغان د «آتا» ایتلاف نوماند په توګه سیالۍ کولې.

د  راپورونو له مخې، د ټولو رایو په شمېرلو سره، ولسمشر رجب طیب اردوغان او ټاکنیز سیال یې کمال قلیچدار اوغلو ۵۰ سلنه رایې ترلاسه نه کړې او ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې.

د ترکيې قانون له مخې، دویم پړاو ټاکنې له لومړي پړاوه دوه اونۍ وروسته نن (د مې ۲۸مه) بايد ترسره شي.

د ترکيې دولتي خبري اژانس اناتولي د راپور له مخې، نن په ترکیه کې د رجب طیب اردوغان او کمال کیلیچدار اوغلو ترمنځ دويم پړاو ټاکنې پیل شوې دي.

سرچينه زياتوي، دويم پړاو ټاکنې د ترکيې پر وخت نن سهار اته بجې پيل شوې او  شاوخوا ۶۴.۱ ميليون کسانو د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

رجب طیب اردوغان له تېرو شلو کلونو راهیسې لومړی د لومړي وزیر او اوس د ولسمشر په توګه واک کې پاتې شوی دی.

Views: 76

Exit mobile version