کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۲): په ایران کې د افغانستان سفارت وایي، د دغه سفارت سرپرست د مخکینۍ ولسي جرګې له غړي اللهګل مجاهد سره لیدلي او هغه په دې لیدنه کې هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د ايران په پلازمېنې تهران کې د افغانستان سفارت په خپل ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د دغه سفارت سرپرست مولوي فضلمحمد حقاني په مخکینۍ ولسي جرګه کې د کابل د خلکو له استازي اللهګل مجاهد سره لیدلي دي.
سرچينه زياتوي، حقاني په دې ليدنه کې ويلي: «افغانستان زموږ تاسو ټولو مشترک کور دی او اسلامي امارت هېواد ته د افغانانو د بېرته ستنېدو لپاره زمینه جوړه کړې ده.»
د سرچينې د معلوماتو له مخې، اللهګل مجاهد په تهران کې د افغانستان له سرپرست سفیر څخه مننه کړې، د یو بل پر منلو یې ټينګار کړی او هېواد ته یې د تللو لپاره تابیا څرګنده کړی ده.
اللهګل مجاهد د جمهوريت پر مهال دوې دورې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی و.
مجاهد وړم کال له سیاسي تحول وروسته په کابل کې ونیول شو، خو بېرته ژر خوشی شو.
هغه تر نیول کېدو وروسته په هماغه ورځ یوه ویډیویي کلیپ کې وویل چې «طالبان» یې وروڼه دي، دی د یوه ناسم پوهاوي له امله نیول شوی و، خو بېرته ژر خوشی شو.
له دې وروسته د اسلامي امارت د چارو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، د وزیرانو شورا د استخباراتو لوی ریاست ته دنده سپارلې چې د اللهګل مجاهد د نیولو او وهلو قضیه په دقیق ډول وڅېړي او له نیوونکو سره یې قانوني چلند وکړي.
مجاهد تر یادې پېښې څه موده وروسته ترکيې او له هغه ځايه ايران ته ولاړ.
Views: 363