فیضآباد (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۲): په بدخشان کې ځایي مسوولین وایي، د وروستیو سېلابونو له امله د فیضاباد – کشم لویېلارې څلور کیلومټره برخه ویجاړه شوې چې د لوړ تناژ لرونکو وسایطو تګ راتګ پرې بند شوی دی.
د یاد ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدو رییس مولوي محمداکرم اکبري وايي، بدخشان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېرې دغه ډول پېښې پکې رامنځته کېږي او خلک یې بېوزله او طبیعي پېښو ځپلي دي.
هغه وویل، وروستیو سېلابونو، زلزلې او تندر لوېدو له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي او په تشکان، ارګو، یفتل پایان ولسوالیو، فیضاباد ښار او ځینو نورو سیمو کې ۱۰۱۷ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
نوموړي چې نن پېښو ته د رسېدو کمېسیون په ناسته کې خبرې کولې زیاته یې کړه، ځپل شوې کورنۍ جدي لاسنيوي ته اړتیا لري او په دې برخه کې باید ملي او نړۍوالې موسسې له دغه ریاست سره لازمه همکاري وکړي.
هغه همداراز د فیضاباد – کشم او یفتل پایان لارو له ویجاړېدو او بندېدو خبره وکړه چې د دغو لارو په بندېدو سره د ولسوالیو لارې له پلازمېنې او د هېواد له نورو ولایتونو سره پرې شوې دي او په یاد ولایت کې د ستونزو ډېرېدو لامل شوی دی.
د بدخشان د ځایي مسوولینو د معلوماتو له مخې، د فیضاباد – کشم عمومي سړک ۱۰۹ کیلومټر اوږدوالی لري او د بدخشان د خلکو له مهمو اقتصادي برخو څخه ګڼل کېږي چې د وروستیو سېلابونو له امله په ۲۰ سیمو کې یې ۴ کیلومتره برخه ویجاړه شوې او له پنځو ورځو راهیسې پر دغه لار د لوړ تناژ لرونکو موټرو تګ راتګ بند شوی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس او د دغه ولایت ویاند معزالدین احمدي په یاده ناسته کې وویل، د هغو ارزونو له مخې چې تېره ورځ یې له یاد سړک څخه کړې، د غبرګولي له درېیمې څخه تر اوسه یاده لار د لوړ تناژ لرونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده او که دغه ستونزه ژر هواره نه شي نو په دغه ولایت کې د لومړنیو توکو او نورو سوداګریزو توکو د بیو لوړېدو احتمال شته.
د بدخشان د ټولګټو رییس مولوي عبدالغفور وایي، دغه ریاست د امنیتي او طبیعي پېښو د ارګانونو په همکارۍ د ۲۱۹ فرقې لومړۍ لوا عمر ثالث ماشینري او ځیني نور تخنیکي امکانات د رسوباتو پاکولو لپاره کارولي چې سونتوکو ته جدي اړتیا لري.
هغه زیاته کړه، د بدخشان امنیه قوماندانۍ ورسره د سړک پرانیستلو لپاره۵۰۰ لیټر د سونتوکو مرسته کړي ده، خو هغوی ۲۰ زره لیتر سونتوکو ته اړتیا لري.
هغه له موسسو او نورو اړوندو ارګانونو څخه غواړي چې د سونتوکو په تامینولو کې ورسره همکاري وکړي.
Views: 31