Pajhwok Afghan News

یوه میاشت کې څه باندې ۷زره افغان کډوال د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، په تېره یوه میاشت کې له ۷۰۰۰ ډېر افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان نن (دوشنبه) یوه ټوېټ کې ویلي، هغه افغان کډوال چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، تر ټولو ډېر زیان‌منونکي خلک دي.

په دغه ټوېټ کې راغلي: «د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې زموږ ټیمونو د سپین بولدک په سرحدي نقطه کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر ترانزیټ مرکز کې له ۷۰۳۶ راستانه شوو کډوالو سره له راتګ وروسته مرسته کړې ده.»

د یادونې ده، د کډوالۍ نړۍوال سازمان سربېره پر دې چې په داوطلبانه ډول راستنېدونکو افغانانو ته د ترانسپورټ لګښت ورکوي، د جامو، کمپلو او پخلي وسایلو په څېر اړینو توکو مرسته هم کوي.

Views: 66

Exit mobile version