Pajhwok Afghan News

«اوبه زموږ د هسکو غرونو اوښکې دي؛ لومړی باید خپلې ځمکې خړوبې کړي»

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۲): یو شمېر خلک د هلمند په اوبو کې د ایران حقابې په اړه د اسلامي امارت له دریځه ننګه کوي، ځیني د اوبو په بدل کې له ایرانه تېل غواړي او ځیني بیا وایي چې اوبه یې د هېواد د دنګو غرونو اوښکې دي او باید لومړی خپلې ځمکې خړوبې کړي.

یو شمېر نور بیا وایي، ایران دې هسې پلمې نه جوړوي، باید پوه شي چې افغانان که په خپلو کې اختلاف هم لري، خو په ملي مسایلو کې یوه خوله او هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

تېره اونۍ ایراني چارواکو د افغانستان سرپرست حکومت ته په ګواښنه لهجه خبرداری ورکړ چې د هلمند په اوبو کې یې «حق» ورکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د ایران حق‌ابې ستونزې د حل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هلمند اوبو په اړه د ۱۳۵۱ لمریز کال تړون پلي کېدل مناسبه حل‌لار ګڼي، وایي چې ایراني چارواکي دې لومړی خپل معلومات له قانوني لارو تکمیل او بیا دې په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي.

دغه راز افغان چارواکو د خبرو او تفاهم له لارې د دې ستونزې پر حل ټینګار کړی؛ وایي چې د اوبو د کمښت ستونزه د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوې او ایران باید دا موضوع سیاسي نه کړي.

د هلمند اوبو په اړه د ایراني چارواکو یادې څرګندونې په داسې حال کې دي چې د هلمند ځيني اوسېدونکي او بزګر وایي، ټول هېواد، په ځانګړې توګه هلمند له سختې وچکالۍ سره مخ دی او ګاونډیو هېوادونو ته د اوبو ورخوشې کول به بزګر له ډېرو نورو ستونزو سره مخ کړي.

د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي هم له سختې وچکالۍ سر ټکوي او وایي، ایران په داسې حال کې له افغانستانه د اوبو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي د وچکالۍ له امله د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.

پژواک خبري اژانس «د خلکو غږ» خپرونې له لارې پر فېسبوک او ټویتر وغوښتل چې د یادې موضوع په اړه خپل نظرونه شریک کړي.

ګڼ شمېر خلکو په دې اړه په لیکلې او غږیزه بڼه خپل اندونه له موږ سره شریک کړي او په دغه راپور کې په لیکلې بڼه رارسېدلي نظرونه راټول شوي، خو له هغو نظرونو مو یو انتخاب کړی چې د موضوع په اړه یې ورته څرګندونې کړې دي.

د خلکو نظرونه

محمدیاسین سعادت لیکلي: «ایران ته شرم په کار دی چې یو اټومي او د سیمې په کچه صنعتي او سوداګریز هېواد داسې ماشومانه خبرې کوي؛ دوی دې دا فکر نه کوي چې افغان حکومت پر رسمیت نه دې پېژندل شوی او په ځینو برخو کې کورني اختلافات لري نو موږ به له موقع په استفادې خپل هدف ترلاسه کړو، خو داسې نه ده؛ سمه ده چې دلته به په ځینو مواردو کې د حکومت او ملت ترمنځ اختلافات موجود وي، خو په ملي مسایلو کې بیا ټول په یوه خوله دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې زموږ د ټولو ګډ حقوق (اوبه) په مفته کې واخلي.»

هغه وایي، ایران دې په داسې باریکو مسایلو کې له پوره غوره کار واخلي او لومړی دې دا درک کړي چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د اوبو کچه څومره ده؟

دی زیاتوي: «زموږ اوبه په اوس وخت کې یوازې زموږ نه بس کېږي، نو ایران ته به څه ورکړو؟ همدا چې تېرې څو لسیزې یې په مفتو کې زموږ اوبه خوړلې، بس یې ده.»

ابراهیم کټوازی بیا لیکي: «په داسې حال کې چې ايراني چارواکي په تونده لهجه خبرې کوي، نو افغان ملت ته په کار ده چې د سرپرست حکومت ترڅنګ ودریږي او په هر حال کې يې ملاتړ وشي.»

سید جمال بهار وایي، افغان حکومت ایران ته ښه ځواب ورکړی.

راشد مسیر لیکلي، د افغانستان حکومت دریځ د اوبو په اړه د ستایلو دی.

د رحماني په نوم یو بل کس وایي، لوړپوړو ایراني چارواکو ته په کار نه ده چې په داسې لهجه خبرداری ورکړي چې د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف وي؛ ځکه چې داسې خبرداری بیا د دواړو هېوادونو د جګړې بحث ګرځي.

هغه لیکلي: «اسلامي امارت ته په کار ده ډېر له نرمۍ کار واخلي؛ ځکه په ایران کې زموږ د هېواد ډېر مجبوره افغانان اوسېږي، بیا خدای مه کړه هغوی په مشکل کې نه شي. دویم د ۱۳۵۱ کال تړون له مخې، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له وچکالۍ سره مخ کېږي، ایران حق نه لري د اوبو غوښتنه وکړي، اسلامي امارت ته مې دغه وینا ده چې په هيڅ صورت دې له تړونه نه تیرېږي او د تړون په پلې کېدو دې ټینګار وکړي.»

رحماني زیاتوي: «زه په لوی هلمند ولایت کې اوسېږم، تر نورو لري کسانو، ما ته معلومېږي چې په هلمند کې تر کومې کچې وچکالي ده، زموږ ځمکې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې دي، پخوا ښه وو اوبه وې، موږ به خپلې ځمکې کرلې او ښه حاصلات به مو ترلاسه کول، خو اوس مو خپلې ځمکې پرېیښې دي، د وچکالۍ له امله، اوس په کډوالۍ او ډېرو ستونزو کې ژوند تېروو، حتا په داسې حال کې چې زموږ د ساحې خلک د څښلو اوبه هم نه لري، د څښاک اوبه په ډېرو ستونزو پيدا کوي… ایران د اوبو غوښتنه کوي… غوښتنه مو دغه ده چې یو اساسي حل‌لاره ورته جوړه شي.»

د افغان په نوم یوه بل کس لیکلي: «که چېرې اوبه زموږ وي، سالم عقل وایي چې لومړی حق زموږ جوړیږي چې خپل مشکل پرې حل کړو، که زموږ څخه اضافه شوې او غوښتل مو بل چا ته یې ورکړو، ورکولی یې شو، کنه یو مشروع دولت دا حق لري چې ملي ګټو ته په کتو سره کولی شي یو چا سره تړون لغوه یا تړون وکړي. زموږ ټول عمر په ناخوالو کې تېر شوی، ایران او نړۍ دې پوه شي چې افغانان جنګ په پیسو اخلي، خو ښه به دا وي چې موږ دې هم ارام ته پرېږدي خپله دې هم ارام وکړي.»

الفت محب‌زي هم لیکلي چې د اوبو په برخه کې باید لومړی د افغانستان د خلکو ستونزه حل شي او بیا وروسته له هغه ایران ته حق ورکړل شي.

هغه لیکلي: «زموږ اوبه زموږ د هسکو او دنګو غرونو اوښکې دي، دا اوښکې باید د خپلو غرونو ټټرونه او ګرېوانونه خړوب کړي، د دې اوښکو باید قدر وشي او پردیو ته دومره په اسانه او ارزانه ورتویې نه شي.»

اسحق مبارز هم لیکلي: «زما نظر دا دی چې اوبه زموږ ملکيت دی، زموږ له سيمو تېريږي، موږ يې واک هم لرو چې مهار يې کړو، ګاونډي هېوادونه دې پلمې نه لټوي، ايران که په سوال اوبه غواړي نو فني او تخنيکي ټيم دې راواستوي او د ۱۳۵۱ تړون مادې دې پر ځان عملي کړي او که زور غږوي، بیا نو نه کېږي، ګني تېل دې موږ ته ولېږي، بيا دې اوبه واخلي، دوی نه شرمېږي چې هره ورځ د بي‌کيفيته تېلو ټانکرونه بېرته ورلېږل کېږي.»

همت افغان لیکلي، فکر کوي ايران غواړي چې تېر تړون وننګوي او «د افغانستان له کمزورې برخلیکه په ګټې اخيستنې» نوی تړون ته زمينه مساعده کړي.

محمدسرور مشواڼي هم لیکلي، د افغانستان او ایران ترمنځ په دې اړه د ۱۳۵۱ کال د اوبو تړون عملي کېدل د دغې ستونزې اسانه حل‌لاره ده.

هغه لیکلي، ایران غواړي په زور او چالاکۍ سره دغه تړون بې ارزښته کړي او اسلامي امارت ته په کار ده چې له ډېر دقت او ځیرکتیا کار واخلي.

مشواڼي دا هم لیکلي چې که چېرې مذاکرات ترسره کېږي باید د وزارت پر کچه نه، بلکې د دواړو هېوادونو د مسلکي انجینرانو له لوري ترسره شي.

حبیب‌الله حبیبي لیکلي چې اوبه د افغانستان ابرو او عزت دي، بايد د افغانستان ټولې اوبه په سم او بنسټیز شکل  مهار او مديريت شي چې دا د ټول ملت غوښتنه ده او ملت په دې برخه کې ځاني او مالي قربانۍ ته چمتو دی.

Views: 513

Exit mobile version