Pajhwok Afghan News

له ایرانه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون له ایرانه ۲۱۰۶  افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دغه کډوال تېره ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) د هرات ولایت د اسلام‌کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت زیاتوي، د يادو راستانه شوو کډوالو له ډلې ۱۹۶ کسان د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM)  ته ورپېژندل شوي دي.

دغه‌راز د غبرګولي په ۹مه نېټه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې په تېرو شاوخوا شل میاشتو کې له ایران څخه ۴۵۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

Views: 111

Exit mobile version