جلالاباد (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، په کابل کې د سعودي عربستان سفارت په مالي لګښت د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ښوونکو تګ – راتګ په موخه پر سيند کېبلي کابین جوړوي.
د یادې ولسوالۍ د بېلې سيمې د ښوونځي ښوونکي هر سهار له سيند څخه د ټوپانو په مرسته اوړي او هلته د تدريس چارې مخې ته وړي.
د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وياند فرهاد احمد ستانکزي نن (د غبرګولي ۱۵مه) پژواک اژانس ته وويل، د سعودي عربستان سفارت استازي محمد سعيد العيش د يادې ولسوالۍ بېلې ښوونځي ته د ښوونکو تګ راتګ په موخه ژمنه وکړه چې ډېر ژر به پر سیند یو کېبلي کابین جوړ کړي.
ستانکزی وايي، نوموړي په سيمه کې ابتدايي سروې وکړه او د پوهنې ادارې مسئوولينو ته يې ډاډ ورکړ چې د ښوونکو دې ستونزې په حل کې به صادقانه همکاري وکړي.
د بېلې سيمې ښوونکي هره ورځ د سيند په څپانده څپو کې ښوونځي ته تګ راتګ کوي چې يو ښوونکی يې په تېر وخت کې اوبو وړی او مړ شوی و.
Views: 583