ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزارت چارواکو د اسلامي امارت له مشر سره کتلي دي

د پوهنې وزارت چارواکو د اسلامي امارت له مشر سره کتلي دي

author avatar
5 Jun 2023 - 19:40
د پوهنې وزارت چارواکو د اسلامي امارت له مشر سره کتلي دي
author avatar
5 Jun 2023 - 19:40

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د پوهنې وزارت وايي، د دغه وزارت مشرتابه او د ۳۴ ولایتونو د پوهنې رئیسانو د اسلامي امارت له مشر سره کتلي دي.

ياد شوي وزارت پر خپلې ټويټرپاڼې د ياد مطلب په څرګندولو سره ليکلي چې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر مولوي حبیب الله اغا او ورسره د ۳۴ ولایتونو دپوهنې رئیسانو په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت له مشر شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله سره وکتل.

دغه کتنه داسې مهال شوې چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د ۱۴۰۱ کال د وري مياشتې په لومړيو کې اسلامي امارت په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او تر دې وروسته پوهنتونونه تر دویم امر پورې ځنډولي او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حل‌لاره پیدا شي.

دغه راز څو ورځې وړاندې (د غبرګولي په۳مه) د ناروې د کډوالو شورا مشر جان ایګلنډ په کندهار کې له ځایي مشرانو سره تر لیدنو وروسته وویل چې سرپرست حکومت وایي، د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په اړه لارښوونې نږدې بشپړې شوې دي.

Views: 192

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.