ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان له زندانونو ۴۵ افغان بندیان ازاد شول

د پاکستان له زندانونو ۴۵ افغان بندیان ازاد شول

author avatar
7 Jun 2023 - 16:12
د پاکستان له زندانونو ۴۵ افغان بندیان ازاد شول
author avatar
7 Jun 2023 - 16:12

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان له زندانونو څخه د  ۴۵ افغان بندیانو د ازادېدو خبر ورکړی او ویلي، په دغه هېواد کې د نورو افغان بندیانو خلاصون په اړه له پاکستاني چارواکو سره له نږدې په اړیکه کې دي.

یاد سفارت په یوه ټويټ کې لیکلي، په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې کنسلګرۍ په هڅو ۲۵ افغان بندیان د سند ایالت له زندانونو او له ۱۵ تر ۲۰ بندیان د اسلام‌اباد له زندانونونو ازاد شوي دي.

د یاد سفارت په خبره، دغه بندیان له ازادېدو وروسته د دولت په لګښت هېواد ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان سفارت دغه‌راز ویلي، سفارت په پاکستان کې د پاتې افغان بندیانو د خوشي کولو په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره له نږدې په اړیکه کې دي.

له دې مخکې هم سلګونه افغان بندیان د پاکستان له زندانونو خوشي شوي وو؛ په وروستي ځل دوه اونۍ وړاندې (پنج‌شنبه، د چنګاښ ۴مه) د هغه هېواد له زندانونو څخه ۶۶ افغان بندیان خوشي او هېواد ته راستانه شول.

په دغه حال کې، یوه افغان کډواله یلدا احمدي (مستعار نوم) چې له یوه کال او څلورو میاشتو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، په دغه هېواد کې د کډوالو د ناوړه وضعیت یادونه کوي.

هغه له افغان کډوالو سره د پاکستان د پولیسو پر چلند نیوکه کوي وایي: «د پاکستان پولیس نه ښځه پېژني، نه ماشوم، نه نارینه، نه ویزه لرونکی او نه بې‌ویزې.»

احمدي ادعا کوي چې پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي او کله چې ډاډه شي دوی ویزې لري، نو بیا هم له دوی د ازادېدو په بدل کې د پیسو غوښتنه کوي.

هغې دېته په اشارې سره چې سختې ورځې تېروي ویې ویل، څلور میاشتې کېږي چې د ویزې وخت یې پای ته رسېدلی او نه ده توانېدلې چې تمدید یې کړي، نو له همدې امله د دغه هېواد د پولیسو له ډاره د ښار یوې لرې سیمې ته تللې ده.

په ورته وخت کې، د ښځو چارو وزارت یوه پخوانۍ کارمنده شهلا چې اوس په اسلام‌اباد کې اوسېږي، له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کوي.

هغه هم وایي چې د ویزې وخت یې ختم شوی او په  ډېر بد وضعیت کې شپې او ورځې تېروي او خپل کور کې بندي ده.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.