جلالاباد (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): په ننګرهار کې د پولیو وروستیو څلورو مثبتو پېښو ثبتېدل خلک اندېښمن کړي او له اړوندو مسوولينو يې د مخنيوي لپاره د جدي اقدماتو غوښتنه کوي.
روغتيايي چارواکي که څه هم د خلکو اندېښنه پرځای ګڼي خو وايي، د تېر په پرتله په دغه برخه کې اقدامات چټک او ډېر شوي دي.
د سږني کال د پوليو لومړۍ پېښه د روان زېږدیز کال د مې مياشتې په ۱۳مه، ننګرهار کې ثبت شوه چې ورپسې د څه کم يوې مياشتې په موده کې پرلهپسې درې نورې پېښې هم په دغه ولايت کې ثبت شوې.
پر پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ د پرلهپسې څلورو ننګرهاري ماشومانو اخته کېدو د دغه ولايت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
د جلالاباد ښار يو اوسېدونکی حشمتالله د پولیو یا ګوزڼ په برخه کې د شته کمپاینونو پر پلي کېدو هم نیوکه کوي او وایي، له کمپاینونو سره-سره لاهم په دغه ولایت کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی دی.
د نوموړي په خبره، که د پولیو ناروغۍ مخنیوی ونه شي، ښايي ګڼ نور ماشومان هم د دغه خطرناک ویروس ښکار شي.
د ننګرهار ولايت يو بل اوسېدونکی احمدولي هم ټینګار کوي چې کورنۍ باید په عام ډول د پولیو واکسین عملي کړي، څو د دې ناروغۍ خطر کم شي.
هغه زیاتوي: «ما زیاتې کورنۍ لیدلې چې خپلو ماشومانو ته واکسین نه کوي او د پولیو رضاکاران په یوه او بله بهانه رخصتوي. غوښتنه کوو چې کورنۍ باید د ماشومانو له ژوند سره لوبې ونه کړي او ټولو کورنیو ته پکار ده چې خپل ماشومان واکسین کړي.»
د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی عتیقالله بیا د پولیو واکسین په برخه کې پر عامه پوهاوي او د پولیو واکسین د کمپاین پر چټکوالي ټینګار کوي.
بلخوا روغتیايي چارواکي وايي، تازه په ننګرهار ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ څلورمه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق يا یونیسف ادارې د پولیو برخې د عامه اړیکو مسوول سید کمالشاه وایي، دغه پېښه تازه د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند په ثمرخېلو سیمه کې ثبت شوې او یو څلور کلن ماشوم پر پولیو ویروس اخته شوی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په روان ۲۰۲۳ کال کې دا د پولیو څلورمه مثبته پېښه ده چې ننګرهار کې ثبتېږي.
د هغه په خبره، یونیسف د دغه وضعیت د کنټرول لپاره یو لړ لارې چارې سنجولې چې د خپلو شریکانو په مرسته به د روانې جون میاشتې په دوولسمه د پولیو ضد واکسین کمپاین پېل کړي.
هغه وايي، په ختيځ زون کې د ګوزڼ د تازه پېښو په ثبتېدو سره دغلته ټول تر پنځو کلونو کمعمره ماشومان د پولیو ناروغۍ تر ګواښ لاندې دي.
په ورته وخت کې، د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقيبالله رحيمي پژواک ته وويل، په روان زېږدیز کال کې چې د پولیو ۴ مثبتې پيښې ثبت شوې، د مخنیوي او کچې راټيټيولو په موخه یې د واکسین په کمپاینونو کې زیاتوالی راغلی دی.
نوموړی وايي، دغهراز د عامه پوهاوي لپاره په ښار او ولسوالیو کې نارینه او ښځینه کارکوونکي ګومارل شوي چې د واکسین له کمپاین مخکې او وروسته کور په کور عامه پوهاوی ترسره کړي، څو د کمپاین په جریان کې کوم ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.
هغه زياته کړه، د عامه پوهاوي پروګرام په لړ کې ځانګړې شوراګانې جوړې شوې دي چې ديني عالمان، د سیمې مشران او ځوانان پکې شامل دي.
په ننګرهار کې د پوليو مثبتې پېښې داسې مهال ثبتېږي چې څو مياشتې وړاندې روغتيايي چارواکو په دغه ولايت کې د پوليو د چاپېريالي پېښو د شتوالي خبر ورکړی و.
Views: 78