تالقان (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د تخار یو شمېر بڼوال د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د معیاري سړو خونو نشتوالي او د لارو خرابوالي له امله یې هر کال محصولات له منځه ځي او یا یې په ارزانه بیه پلوري.
د تخار د ورسج ولسوالۍ یوه بڼوال حاجي سیدجمال له پژواک سره په خبرو کې وویل: «د باغونو جوړولو برخه کې روزنه راکړل شوې او په دې برخه کې کومه ستونزه نه لرم، هڅه کوم چې دودیزه بڼوالي پر عصري بدله کړم.»
خو هغه زیاته کړه چې د معیاري سړو خونو نشتوالي له امله هر کال خپلې مېوې د خرڅلاو لپاره د ولایت مرکز ته پر غځېدلو خرابو لارو لېږدوي چې یوه لویه برخه یې خرابېږي او اړ دی چې په ټیټه بیه یې وپلوري.
هغه وايي، ګیلاس، الوبالو، زردالو او شفتالو پخېدو ته نږدې دي او که مرستندویه موسسې او حکومت یې د ساتنې په برخه کې مرسته وکړي، نو بڼوال به له دې لارې ښه عايد ترلاسه کړي.
د تخار د دشتقلعه ولسوالۍ یو بڼوال امانالله وايي، د مېوې حاصلات د تېر کال په پرتله ښه دي، خو د ساتلو لپاره یې د سړو خونو نشتوالي له امله اړ دي چې پر خرابو لارو یې مرکز ته یوسي.
هغه زیاته کړه: «غځېدلې لارې خرابې دي؛ د مېوو یوه برخه مو تر مرکزه خرابېږي چې له امله یې په ټیټه بیه پلورل کېږي او موږ په دې اړه اندېښمن یو، له حکومته غواړو چې د بڼوالو ستونزې هوارې کړي.»
نوموړي وویل، د مڼو د حاصلاتو رسېدو پر مهال د سړو خونو نشتوالي له امله یو من مڼې په ۱۵۰ افغانیو پلوري، په داسې حال کې چې که سړې خونې موجودې وي، په ژمي کې یو من مڼې په ۶۰۰ افغانیو پلورلکېږي.
د تخار ولایت بل بڼوال سید حکمتالله وویل: «د سړو خونو نشتوالي او سړک خرابوالي لهامله مو هر کال حاصلات لهمنځه ځي او یا په نیمه بیه پلورل کېږي؛ له حکومت او موسسو مو څو ځله مرسته وغوښته خو پاملرنه یې ونه کړه، اوس له سرپرست حکومته غواړو څو زموږ دغه ستونزه هواره کړي.»
په ورته مهال، د تخار د کرنې رییس رحیمالله احدي په دغه ولایت کې د بڼوالو یادې ستونزې مني خو وايي، د ځینو سړو خونو د جوړېدو نیمګړي کارونه بېرته پیل شوي چې په بشپړېدو سره به یې د بنوالو یوه برخه ستونزې حل شي.
احدي زیاتوي چې په دغه ولایت کې د بڼوالو د محصولاتو ساتلو په موخه د نورو سړو خونو د جوړولو هڅه کوي او په دې تړاو یې مرکز ته څو ځله وړاندیز هم کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تخار د هېواد په شمالختیځ کې له کرنیزو ولایتونو دی او ډېری اوسېدونکي یې له همدې لارې خپل کورني لګښتونه پوره کوي؛ خو له ولسوالیو مرکز ته د غځېدلو لارو خرابولي او د سړو خونو نشتوالي لهامله د دغه ولایت بڼوال له ستونزو سره مخ دي.
Views: 30