Pajhwok Afghan News

زابل کې د کرکټ ۲۵ اوریزې سیالۍ د کلات اکاډمۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدي

کلات (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د زابل په مرکز کلات ښار کې د کرکټ ۲۵ اوریزه لوبې د کلات اکاډمۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د زابل د کرکټ بورډ مسوول محبوب محبت پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ ۱۵ ورځې مخکې د ۸ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې.

هغه وویل: «په دې لوبو کې د مرکز کلات ۶ لوبډلو او د شاه‌جوی ولسوالۍ دوو لوبډلو ګډون کړی و چې پایلوبي ته د کلات اکاډمي او اتفاق لوبډلې وتلې وې چې د کلات اکاډمي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.»

نوموړی زیاتوي، د سیالۍ غوره لوبغاړی د اتفاق له لوبډلې سميع الله صميم شو چې د خپلي لوبډلې لپاره یې ۲۴۸ منډې جوړې کړې او ۶ ويکټي یې واخيستې.

د هغه په وینا، د ټورنمنټ غوره بيټسمين د کلات اکاډمي لوبډلې غړی رضوان شو چې په ۶ اننګزه کې يې ۳۴۷ منډې کړې دي.

د هغه په خبره، د ټورنمنټ غوره توپ‌اچوونکی د کلات اکاډمي لوبډلې غړی احمد مجروح شو چې ۱۹ ويکټې يې اخيستې دي.

د زابل کرکټ بورډ مسوولینو په وینا، انټرکلب سیالۍ د افغانستان د کورني کرکټ له مهمو سیالیو حسابېږي چې غوره او ځلېدونکي لوبغاړي یې د هېواد ولایتي کرکټ لوبډلو ته لار پیدا کوي.

Views: 39

Exit mobile version