جلالاباد (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د قومي منځګړیتوب له لارې د دوو کورنیو ترمنځ له ۶۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.
د ځمکې پر سر رامنځته شوې دغه دښمنۍ کې يو کس وژل شوی و.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر صدیقالله قريشي بدلون نن (د غبرګولي ۲۱مه) پژواک اژانس ته وويل، د حصارک ولسوالۍ د لاجګړ سيمې د دوو کورنيو ترمنځ شپېته کلنه دښمني د قومي منځګړیتوب له لارې پای ته ورسېده.
هغه زياته کړه: «د حاجي شاهګل او دادګل د کورنيو ترمنځ ۶۰ کاله وړاندې د ځمکې پر سر شخړه شوې وه چې بيا يو کس په کې وژل شوی و او دواړه کورنيو
نوموړی وايي، اوس د ولسوالۍ د چارواکو، قومي مشرانو او عالمانو په منځګړیتوب د دواړو کورنيو ترمنځ روغه وشوه.
یادې کورنۍ پر شوې روغې خوښ دي او له حکومت او قومي مشرانو غواړي چې دغه ډول هڅې دې ډېرې کړي.
اکبرخان چې کورنۍ يې شپېته کاله په دغه دښمنۍ کې وه وايي، د دښمنۍ ستونزو د ژوند له ډېرو خوږو بېبرخې کړي وو.
هغه غوښتنه کوي چې دا ډول دښمنۍ بايد ټولې د قومي منځګړیتوب له لارې حل شي.
په ننګرهار کې په دې وروستيو کې د قومي منځګړیتوب له لارې د دغه ډول روغو جوړو لړۍ ګرمه شوې ده.
Views: 440