Pajhwok Afghan News

جلال‌اباد ښار کې د ۱۱ ميليون افغانيو په لګښت د یوه پارک جوړولو چارې پیل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام په مالي لګښت د یوه تفریحي پارک جوړولو چارې پيل شوې.

دغه پارک د جلال‌اباد ښار څلورمه ناحیه کې پر درې جریب ځمکه د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام (UNDP) په ۱۱ ميليون او ۱۶ زره افغانيو مالي لګښت جوړېږي.

د جلال‌اباد ښاروالۍ څلورمې ناحیې امر حافظ احمد د یاد پارک چارو د پيل مراسمو کې وويل، هڅه کوي ښاریانو ته يو معیاري پارک جوړ او ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

هغه زياته کړه، دغه پارک جوړېږي.

نوموړی وايي چې په دې پروژه کې دوو سوه کسانو ته د کار زمينه هم برابرېږي.

ولسي خلک هم د یادې پروژې پیل ته خوښ دي.

د جلال‌اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د زېړ جومات سيمې یوه اوسېدونکي انورشاه چې د کور ترڅنګ يې دغه پارک جوړیږي وايي، د پارکونو جوړول ډېر مهم دي؛ دغه لړۍ دې د ښار ټولو ناحیو ته وغځول شي.

محمدولي چې په دې پروژه کې ورته د کار زمینه برابره شوې، پژواک ته وويل، د وزګارتيا د پاى ته رسولو په موخه دې حکومت پر بنسټيزو پروژو پانګونه وکړي.

Views: 207

Exit mobile version