پلعلم (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د لوګر پوهنې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري د دغه ولایت ښوونځیو پر شاوخوا ۲۱ زره زدهکوونکو درسي توکي وېشل کېږي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري نن د ۹۳ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۲۷۶ ښوونځيو له ۲۱ زره زدهکوونکو سره د درسي توکو زر کېټه مرسته شوې ده.
عرب زیاته کړه، دا ۱۰ قلمه درسي توکي به ډېر ژر د لوګر مرکز پلعلم ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو له لومړي تر شپږم ټولګيو پر زدهکوونکو ووېشل شي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري مرسته شوي درسي توکو له وېش سره به د کتابونو له اړخه د زدهکوونکو ستونزه تر ډېره هواره شي.
پلعلم ښار کې یوه ښوونکي رحمتالله پژواک ته وویل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري شوې مرسته به په ښوونځيو کې د زدهکوونکو د کتابونو او درسي توکو د کمښت ستونزه هواره کړي.
هغه دغه راز زیاته کړه، اوس مهال د لوګر د لرو پرتو سیمو په ډېرو ښوونځیو کې زرګونه زدهکوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي او کورنۍ يې هم د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خپلو ماشومانو ته له بازاره کتابونه وپېري.
د پلعلم د عمر فاروق (رض) ښوونځي یوه زدهکوونکي احمدمدثر پژواک ته وویل، خوښ دى چې له زدهکوونکو سره د درسي توکو مرسته کېږي.
هغه وایي، په ښوونځي کې یې ډېر زدهکوونکي بشپړ کتابونه نه لري چې له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
باید وویل شي چې د روان ۱۴۰۲ ښوونیز کال په پيل کې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د لوګر له دوه زره ښوونکو او ۷۶ زره زدهکوونکو سره د درسي توکو مرسته شوې وه.
Views: 65