Pajhwok Afghan News

روان کال په هېواد کې د ترافيکي پېښو له امله نږدې ٦٠٠ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي، د روان کال له پیل راهیسې د هېواد په کچه له ۳۳۰ ډېرې ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸۵ کسان مړه او ۴۰۹ نور ټپیان شوي دي.

د ترافیکو عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر عبدالودود خیرخواه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د غبرګولي تر ۲۰مې په ټول هېواد کې ۳۳۵ ترافیکي پېښې شوې دي چې له امله یې ۵۹۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وایي، له دې ډلې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸۵ کسانو ژوند بایللی او ۴۰۹ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په تېر ۱۴۰۱ کال کې، په هېواد کې ۱۳۰۶ ترافیکي پېښې رامنځته شوې وې چې په پایله کې یې ۹۴۴ کسان مړه او ۲۰۷۷ نور ټپیان شوي وو.

هغه وایي چې ډېری ترافیکي پېښې په لویو لارو کې رامنځته شوې دي.

خیرخواه په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو اساسي لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د ځینو لارو خرابوالی ښيي، خو ویي ویل چې د ښارونو دننه ډېری ترافیکي پېښې د موټرو زیاتوالي، د سړکونو کم سوروالي، د پارکینګونو نشتوالي، د لاسي‌پلورونکو ګڼه‌ګوڼې او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

نوموړي په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو رامنځته کېدو ته په اشارې وویل، ځیني موټرچلوونکي له دې امله چې لاره اوږده ده او غواړي چې ویده نه شي، له نشه‌یي توکو (چرس او تریاکو) څخه کار اخلي.

هغه زیاته کړه: «موږ ۱۵ کاله وړاندې د نشه‌یي توکو له کار اخیستو څخه او د موټرچلوونکو د ناجایز عمل د مخنیوي لپاره یو لارښود ترتیب کړی او هغه مو ټرانسپورټ وزارت ته ولېږه، په ځانګړې توګه د ځمکني ټرانسپورټ ریاست برخې ته چې دغه لارښود باید د ټولو مسافروړونکو او باروړونکو موټر چلوونکو ته ورسېږي، خو متاسفانه چې عملي نه شو.»

د سرچینې په خبره، په یاد لارښود کې ټول مسایل ځای پر ځای او د هر ارګان (ترافیک، پولیس، عامې روغتیا، ټرانسپورټي شرکتونو او موټرچلوونکو) دندې او مسوولیتونه ذکر شوي وو.

خیرخواه له موټرچلوونکو وغوښتل چې ترافیکي اصول او قوانین مراعات کړي؛ ځکه په مراعاتولو سره یې د هغوی د مالي او ځاني زیانونو مخنیوی کېږي.

«د افغانستان د ټرانسپورټي شرکتونو د انسجام شورا» مرستیال محمدنبي افغان د ترافیکي پېښو د لاملونو په اړه وايي: «په لویو لارو کې ډېرې پېښې کېږي، لامل یې دا دی چې سړکونه خراب او کم سوره دي، لکه د افغانستان سوېل لویدیځې سیمې چې ستونزې پکې ډېرې دي.»

نوموړي د ترافیک عمومي ریاست لارښود ته په اشارې وویل چې د هغوی له سلا پرته جوړ شوی او یو اړخیز دی.

هغه په داسې حال کې چې ویل یي، اوسمهال ځیني سړکونه د جوړېدو په حال کې دي، له اسلامي امارته یې وغوښتل چې د سړکونو پلنوالي، بیارغولو او جوړولو ته لومړیتوب ورکړي او په دې برخه کې د ټرانسپورټي سکټور له مشورو هم ګټه واخیستل شي.

هغه زیاته کړه: «ډېری پېښې د سمو سړکونو نشتوالي له امله رامنځته کېږي او سړکونه تنګ او یو طرفه دي.»

افغان د ځینو موټرچلوونکو له لوري د نشه‌یي توکو کارول تاییدوي او هغه یې د اوږدو لارو او د شپې مهال سفرونو له امله یاد کړل، وړاندیز یې وکړ چې په اوږدو لارو کې باید په یوه موټر کې دوه موټرچلوونکي وي، څو د شپې مهال په نوبت سره موټر وچلوي.

هغه زیاته کړه: «موټرچلوونکو ته باید اجازه ورنکړل شي چې له پنځه ساعتونو ډېر سفر وکړي او په افغانستان کې عموما موټرچلوونکي له تریاک څخه کار اخلي.»

د احمدشاه ابدالي مسافربري شرکت موټرچلوونکی نجیب‌الله -چې له ۱۲ کلونو راهیسې د کندهار او کابل پر لار موټر چلوي- د ترافیکي پېښو اصلي لامل د سړکونو خرابوالی او د ځینو چلوونکو بې‌احتیاطي بولي.

خو نوموړي د موټرچلوونکو له لوري د نشه‌یي توکو کارولو خبره رد کړه او ويې ویل، د نشې په حالت کې هیڅوک نه شي کولی چي اوږد مزل وکړي.

Views: 48

Exit mobile version