Pajhwok Afghan News

لوګر کې ۷۶ زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق شو

پل‌علم (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي، په لومړي ځل د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۷۶ زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق شو.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیم‌الله لودین پژواک ته وویل، دا واکسین د عامې روغتیا وزارت د ۳۱ ښځينه او نارینه ډلو له لوري د مرکز پل‌علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د ۲۰ ورځو په موده کې د ۱۵۵ کارکوونکو پر مټ ترسره شوى دى.

نوموړي زیاته کړه، یاد واکسین د جانس جانس په نوم وو چې ٧٦ زره له ۱۸ کلونو پورته نارینه او ښځو ته ورکړل شوى دى.

هغه دغه راز وایي، د یاد واکسین پروسې په عملي کېدو کې قومي مشرانو او ولسي وګړو د عامې روغتیا ریاست له روغتیايي ټیمونو سره ډېره مرسته کړې ده.

بلخوا، خلک هم د دغه واکسين تطبيق ته خوښ دي.

د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي حاجي نبي پژواک ته وویل، ده او مېرمنې د کرونا ضد واکسین تطبيق کړى خو هغه غوښتنه کوي چې ټولو ته بايد دغه واکسين تطبيق شي.

د لوګر د څرخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بسم‌الله پژواک ته وویل، د عامې روغتیا وزارت او نړۍیوال بنسټونه دې په دغه ولایت کې د کرونا ضد مبارزې لپاره د خلکو د عامه پوهاوی کچه لوړه کړي.

د هغه په وینا، ډيرې کورنۍ د کرونا ناروغۍ په اړه هيڅ پوهاوی نه لري، ډېر وخت د يادې ناروغۍ له امله يو شمېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

لوګر کې په داسې حال کې زرګونو کسانو ته د کرونا ناروغۍ واکسین ورکړل شو چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د پخوا په پرتله په دغه ولايت پر کرونا د اخته کسانو شمېر کم شوی دى.

Views: 41

Exit mobile version