غزني ښار (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د غزني امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې ۴۵۰ کیلوګرامه قاچاقکېدونکي چرس او ورسره په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
د دغه ولایت امنيې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتې کسانو تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت اړوند د اجرستان ولسوالۍ د قادرخېل او مکتب سیمو کې څلور کسان د نشهيې توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
هغه زیاته کړه، یاد کسان د ننګرهار او د غزني اوسېدونکي دي او غوښتل یې یاد نشهیي توکي هلمند ته ولېږدوي.
د سرحدي په وینا، له قاچاقکوونکو دوه نقلیه وسایط او موبایلونه هم ترلاسه شوي او هڅه روانه څو له هغوی سره په دې برخه کې نور ارتباطي کسان هم ونیول شي.
د هغه په خبره چې د نیول شوو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
نوموړي وویل: «د قاچاقکوونکو جنايتکارو او مجرمينو پر ضد د امنيتي ځواکونو مبارزه په بېساري ډول ګړندۍ او پراخه شوې چې د خلکو په همکارۍ به قاچاقکوونکي وځپو څو نور ورته زړه ښه نه کړي.»
Views: 16