Pajhwok Afghan News

د کانونو وزارت: د ډبرو سکرو رویالیټي او ګمرکي تعرفه کې به کموالی راشي

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، له دې وروسته به د یو ټن ډبرو سکرو رویالیټي کې پنځه ډالر او ګمرکي تعرفه کې ۱۵ ډالر کموالی راشي.

څه موده مخکې په افغانستان کې د ډبرو سکرو یو شمېر پانګه‌والو شکایت کړی وو چې د ډبرو سکرو بیې تر څه باندې ۸۰ سلنه رالوېدلې، خو حکومت رویالیټي او ګمرکي محصول نه دی کم کړی او دوی له تاوان سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې – چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د غویي میاشتې په ۳۱مه خپور شوی- هغه وخت د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل ویلي وو، رویالیټي د هېواد اړتیا او د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو سره ټاکل کېږي او اوسمهال د ډبرو سکرو لپاره پر یو ټن له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ افغانۍ رویالیټي ټاکل شوې چې دا مناسبه او ارزانه ده.

نوموړي هغه وخت ويلي وو چې اوس په ګمرکونو کې د یو ټن ډبرو سکرو تعرفه ۶۰ امریکایي ډالر او یا یې هم معادل افغانۍ دي.

خو د کانونو او پټرولیم وزارت نن په خپله ټويټرپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، د ډبرو سکرو نړۍوالو نرخونو ته په کتو، پانګه‌والو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د هېواد سوداګرو ته د لا ډېرې ګټې رسولو په موخه د دغه وزارت په وړاندیز، د اقتصادي معاونیت له لارښوونې سره سم د کانونو او پټرولیم، ماليې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ګډې کمېټې هوکړه وکړه چې له دې وروسته به د یو ټن ډبرو سکرو رویالیټۍ کې ۵  ډالر او ګمرکي تعرفه کې ۱۵ ډالر کموالی راشي.

سرچینې دا نه دي ویلي چې د رویالیټي او ګمرکي تعرفې د کمولو دغه هوکړه به څه وخت عملي کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې په پرتله په نړۍوال مارکېټ کې د ډبرو سکرو په بیو کې ۶۴ سلنه او افغانستان کې څه باندې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.

Views: 249

Exit mobile version