لښکرګاه (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲): هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت د موسیکلا ولسوالۍ په دواب سیمه کې د آرپيجي راکټ زړې مرمۍ چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون د موسیکلا ولسوالۍ په دواب سیمه کې ماشومانو د راکټ زړه مرمۍ پيدا کړې وه او لوبې يې پرې کولې چې چاودنه یې کړې ده.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
هغه وايي چې ټپيان دواړه وروڼه دي او د درملنې لپاره د موسیکلا روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعیت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د اګایز زړې مرمۍ چاودنې له امله پنځه کسان ټپيان شوي وو.
Views: 15