Pajhwok Afghan News

بادغیس کې یو کس د نامعلوم وسله‌وال له خوا په خپل کور کې وژل شوی

قلعۀ‌نو (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د بادغیس امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز قلعه‌نو کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.

د بادغیس ولایت امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاده پېښه تېره شپه ناوخته د قلعه‌نو ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په «باغکي» سیمه کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «تېره شپه شاوخوا دری بجې د قلعه‌نو ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په باغکي سیمه کې، یو کس په خپل کور کې د نامعلوم وسله‌وال شخص له لوري د تومانچې په ډزو وژل شوی دی.»

سرچینې زیاته کړې چې قاتل له سیمې تښتېدلی، خو امنیتي ځواکونو د هغه د پېژندلو او نیولو لپاره څېړنې پیل کړې دي.

Views: 28

Exit mobile version