کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): په کابل کې د ایران سفارت مرستیال د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، تهران چمتو دی چې د بدخشان د وروستیو چاودنو د ټپیانو درملنې لپاره دغه هېواد ته د هغو په لېږد کې همکاري وکړي.
په کابل کې د ایران سفارت نن (شنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره د دغه سفارت د مرستیال سیدحسین مرتضوي او د افغانستان د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دینمحمد حنیف د لیدنې خبر ورکړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو هم خبرې وشوې.
د ایران سفارت لیکلي: «مرتضوي په دې لیدنه کې د بدخشان د تروریستي برید په اړه چې د افغانستان د یو شمېر وګړو د شهادت او ټپي کېدو لامل شو، خواشیني او همدردۍ څرګنده کړه.»
په دغه لیدنه کې د اقتصاد وزارت سرپرست هم د ایران له ښه نیت او د همکارۍ له ژمنې څخه قدرداني وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غبرګولي په ١٦مه په بدخشان ولايت کې په لومړۍ چاودنه کې د دغه ولايت د سرپرست مولوي نثاراحمد احمدي په ګډون دوه کسانو ژوند بایلود او شپږ نور ټپيان شول.
همداراز د غبرګولي په ۱۸مه، بله چاودنه کې چې د فیضاباد ښار په نبوي جومات کې د مولوي نثاراحمد د فاتحې په مراسمو کې وشوه، د بغلان د امنیې قوماندانۍ مخکېني قوماندان مولوي صفيالله صمیم په ګډون ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۳۰ نور ټپیان شول.
Views: 45