Pajhwok Afghan News

د بلخ نهرشاهي کې یو شمېر بېځایه شوي کډوال بېرته خپل ښارګوټي کې ځای پر ځای کېږي

مزارشریف (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي ښارګوټي کې د کډوالو د بیا ځای پر ځای کولو بهیر پیل شو.

د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس اسدالله وفا وایي، د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي ښارګوټی ۶۵۱۵ د استوګنې نومرې لري چې شاوخوا یوه لسیزه مخکې ۳۰۰ کډوالو کورنیو ته یې د وېش اسناد ورکړل شوي وو.

د نوموړي په خبره، دغه کډوال اووه کاله مخکې د جګړو له امله له دغه ښارګوټي ووتل.

وفا زیاتوي، په دغه ښارګوټي کې یې ۶۰ هغه کورنۍ چې اسناد یې درلودل بېرته ځاى پر ځاى کړې.

هغه وايي، دغه لړۍ دوام لري او هڅه کوي چې د دغه ښارګوټي اوسېدونکو ته د څښاک اوبه، ښوونځى او روغتیایي مرکز برابر کړي.

د نهرشاهي ولسوالۍ د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي ښارګوټي یو اوسېدونکی کرم خان د خپلې ځمکې پر بېرته ورسپارلو خوښ دی.

هغه وايي، پخوا په دغه ښارګوټي د استوګنې کورونه، ښوونځى او روغتيايي مرکز وو خو دا ټول جګړو کې ویجاړ شوي دي.

هغه ټينګار کوي، حکومت بايد بېرته خلکو ته په دغه ښارګوټي د ژوند لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي.

د يادونې ده، په هېواد کې د پرله‌پسې دوو لسيزو جګړو له امله زرګونه کورنۍ بېځايه شوې چې ډېر شمېر یې بېرته خپلو سيمو ته ستنې شوې دي.

Views: 32

Exit mobile version